ایکنانیوز د سياېناېن په حواله راپور راکړ، په نیویارک کې یوې محکمې د جمعې په ورځ د یوه لبناني توکمه امریکائي وګړي په ضد فیصلله صادره کړه چې په ۲۰۲۲ کال کې ئې په نیویارک ایالت کې په «چاتاکوا» انستیتوت کې د عامه وینا پر مهال په چاقو سره پر «سلمان رشدي» برید کړی و.
«هادي مطر» په تیرې جمعې ورځې په نیویارک کې محاکمه شو اوپه ۲۵ کلونو بند محکوم شو.
د دغې پېښې ویډیوګانې، چې په موبایلونو ثبت شوې، ښئي چې هغه د میلمنو د ناستې ځای ته، چیرې چې سلمان رشدي د وینا له پیلولو مخکې ناست و، ورمنډه کړه او د چاقو په څو ګوزار و وهلو سره ئې پرې برید وکړ.
د « شیطاني آیت » لیکوال د دې برید له امله یوه سترګه له لاسه ورکړه او یو بل کس په دې برید کې ټپي شو.
هادي مطر له برید وروسته د نیویارک پوسټ ورځپاڼې ته وویل، وروسته له دې چې د رشدي د عامه پروګرام په اړه خبر شو، له خپل کوره په نیوجرسي ایالت کې ئې نیویارک ته سفر وکړ.
هغه زیاته کړه چې د دې ناؤل لیکوال ورته نه و خوښ،ځکه چې پر اسلام ئې حمله کړی وه، مطر ټینګار وکړ چې د رشدي له ژوندي پاتې کېدو باندې حیران شوی دی.
له دې مخکې د چاتاکوا ناحیې څارنوال، جیسون اشمیت ، وئیلي وو، چې د دغه برید لپاره به د سترې سزا، یعنې ۲۵ کلونو بند غوښتنه وکړي.
مطر خپل ټول تورونه، په شمول د ترهګرو سره مرسته، د حزبالله د ملاتړ هڅه او د سرحدونو هاخوا ترهګریز عملونه رد کړي او ځان بېګناه بللی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4282816